کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کډوالو وزارت: تېر څلورو کلونو کې ۶.۸ ميليونه کډوال هېواد ته راغلي

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبير ويلي، د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو راهيسې ۶.۸ ميليون افغان کډوال بېرته هېواد ته راغلي دي. نوموړی زياتوي، دغه شمېره لا هم دلوړېدو په حال کې ده. هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د کډوالو د ستونزو د دايمي حل په موخه جوړې شوې طرحې په مناسبت کړي دي. نوموړي دغه طرح…

2025-12-22 23:23 134۱ دقیقې لوستل
کډوالو وزارت: تېر څلورو کلونو کې ۶.۸ ميليونه کډوال هېواد ته راغلي

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبير ويلي، د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو راهيسې ۶.۸ ميليون افغان کډوال بېرته هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، دغه شمېره لا هم دلوړېدو په حال کې ده.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د کډوالو د ستونزو د دايمي حل په موخه جوړې شوې طرحې په مناسبت کړي دي.

نوموړي دغه طرحه د کډوالو لپاره اغېزناکه بللې او ويلي يې دي چې له حکومتي او نړيوالو ادارو سره به په همغږي د کډوالو ستونزې حل او مرستې ورسره وکړي.

مولوي عبدالکبير همداراز ويلي، له هېواد څخه نورو هېوادونو ته ته د کډوالو په تللو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب