کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو له سلو زيات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

  کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۴۷ افغان کډوال تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. د وزارت په وینا، په راستانه شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي، چې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او د بېلابېلو مودو لپاره بندیان…

2026-07-02 03:23 137۱ دقیقې لوستل
کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو له سلو زيات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

 

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۴۷ افغان کډوال تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، په راستانه شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي، چې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او د بېلابېلو مودو لپاره بندیان وو.

د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ۱۲۵ تنه د تورخم او ۲۲ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

وزارت زیاتوي، یادو راستنېدونکو ته د همکارو بنسټونو له لوري لومړنۍ بشري مرستې ورکړل شوې او وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب