کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کډوالو وزارت له موسسو سره د سه باندې ۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه ويلي، دغه وزارت، ډنمارک د کډوالو ټولنې او افغانستان د بیا رغونې ادارې ترمنځ د ۷ ميليونه، ۸۵ زره او ۸۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه ليکونه لاسليک شوي. سرچینې ويلي، د دغه هوکړه ليکونو له مخې به يادې موسسې دغه پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولا…

2025-03-12 21:13 139۱ دقیقې لوستل
کډوالو وزارت له موسسو سره د سه باندې ۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه ويلي، دغه وزارت، ډنمارک د کډوالو ټولنې او افغانستان د بیا رغونې ادارې ترمنځ د ۷ ميليونه، ۸۵ زره او ۸۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه ليکونه لاسليک شوي.

سرچینې ويلي، د دغه هوکړه ليکونو له مخې به يادې موسسې دغه پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولايتونو کې نغدي مرستې، د سرپناه د ساتنې، د لمريزې برېښنا د وسايلو، د ظرفيت جوړونې او حرفوي زدکړو په برخه کې ولګول شي.

د خبر پاڼې له مخې، له دغه پیسو به سه باندې ۳۷ زره بېځايه شوي، راستانه شوي، د کوربه ټولنې غړي او ۸۶۰ کورنۍ ګټه واخلي.

ياد هوکړه لیک د دغه وزارت د مسکلي مرستیال او اړونده موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب