کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کډوالو چارو وزارت: تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

 د کډوالو چارو وزارت مسوولانو نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه په ټولیز ډول یو میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت مالي مرستیال وویل، ۷۸۸ زره او ۸۲۱ داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې هم شوې دي. &nbsp…

2024-08-10 22:30 82۲ دقیقې لوستل
کډوالو چارو وزارت: تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي


 
د کډوالو چارو وزارت مسوولانو نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه په ټولیز ډول یو میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مالي مرستیال وویل، ۷۸۸ زره او ۸۲۱ داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې هم شوې دي.

 د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پنځه زره ۷۶۶ تنه افغان کډوال یې د ترکیې او پاکستان هېوادونو له زندانونو څخه ازاد او هېواد ته رالېږدولي دي. 

دغه راز نوموړي وویل، څلور زره افغان کډوال چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو هېواد ته را لیږدول شوي دي.

‏د یاد وزارت مرستیال مولوي کلیم‌الرحمن وایي، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه ۱۳ ښارګوټي تصفیه او اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.

د نوموړي په وینا،‏ ۹۶ زره ۲۹۳ راستنې شوې کورنۍ د دوی په مرسته د هغوی اړوندو سیمو ته لېږدول شوې دي.
یاد وزارت ویلي،‏ د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه، په داوطلبانه ډول هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابرول، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لار اچولو تر څنګ د کډوالو ښارګوټو کې د اړینو اسانتیاوو برابرول او 
د کډوالو حقوقي ستونزو ته رسېدنه، په روان کې د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب