ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونسف) په یوه تازه راپور کې ویلي چې روان کال کې د ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان ويلی، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې یې د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ خدماتو سره د ۲.۸ میلیون څخه ډېر ماشومانو سره د پالنې برخه کې مرسته کړې چې ۲۶ سلنه یې میرمنې دي.
دغه راز راپور کې راغلي، ۲۷۲ زره ۷۹۱ ماشومان چې ۵۷ سلنه یې نجونې دي، د سختې ناروغي د درملنې په موخه بستر شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق ویلي، نږدې۴۴۲ زره خلکو ته د څښاک پاکې اوبه ۲۶۹ زره خلکو ته د روغتیا ساتنې خدمتونه او ۵۲۸ زره خلکو ته د حفظ الصحې پیغامونه چمتو کړي.




