کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یونیسف: افغانستان سره روغتیا برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر قلندر عباد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «يونيسف» له نوي استازي، تاج‌الدین اوېلا سره لیدلي دي.  عامی روغتیا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه لیدنه کې افغانستان لپاره د روغتیا په برخه کې د یادې ادارې په دوامداره همکاریو، د روغتیايي برخو پر…

2024-03-24 03:05 114۱ دقیقې لوستل
یونیسف: افغانستان سره روغتیا برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر قلندر عباد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «يونيسف» له نوي استازي، تاج‌الدین اوېلا سره لیدلي دي.

 عامی روغتیا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه لیدنه کې افغانستان لپاره د روغتیا په برخه کې د یادې ادارې په دوامداره همکاریو، د روغتیايي برخو پر تخنیکي ملاتړ، د دواړو لوریو ترمنځ د لا ډیرې همغږۍ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې د یاد وزارت د سرپرست له قوله لیکلي چې د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې لومړیتوبونه دي او هڅه کوي چې په ښه کیفیت او غوره توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ورته مهال، د یونیسف ادارې استازي د روغتیا په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ غوره همغږۍ ته په اشارې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویلي یې دي چې افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

خبریاله: خاطره اکبري

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب