کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یونیسف: افغانستان کې مو له شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو سره مرسته کړې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» وايي، په فبروري میاشت کې یې په افغانستان کې له څه باندې ۲۸۰۰ کورنیو سره مالي مرسته کړې دي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نغدې پیسې له کورنيو سره دا مرسته کوي چې دوی پخپله د خپلو شرایطو په چوکاټ کې د خپلو کورنیو ا…

2024-04-06 22:56 208۱ دقیقې لوستل
یونیسف: افغانستان کې مو له شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو سره مرسته کړې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» وايي، په فبروري میاشت کې یې په افغانستان کې له څه باندې ۲۸۰۰ کورنیو سره مالي مرسته کړې دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نغدې پیسې له کورنيو سره دا مرسته کوي چې دوی پخپله د خپلو شرایطو په چوکاټ کې د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره پرېکړه وکړي.

د دې ادارې په وینا، له دغو سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته د دې لپاره شوې چې دغه کورنۍ خپلې ورځنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳٫۷ مېلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب