کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یونیسف لغمان کې ۵۰۶ کليوالي ټولګي جوړ کړي دي

ايمل خوشبين - لغمان د لغمان ولایت د پوهنې رییس مولوي شاه جهان ساجد وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په دې ولایت کې ۵۰۶ کليوالي ټولګي جوړ کړي دي. نوموړی زیاتوي، اوسمهال په دې ښوونځيو کې ۱۵۱۳۸ هلکان او نجونې زده کړې کوي. د ساجد په وينا د دې ښوونځيو مالي ملاتړ یونيسف کوي؛ خو د ښوونځيو عملي چارې د ابر…

2023-09-13 21:24 123۲ دقیقې لوستل
یونیسف لغمان کې ۵۰۶ کليوالي ټولګي جوړ کړي دي

ايمل خوشبين - لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رییس مولوي شاه جهان ساجد وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په دې ولایت کې ۵۰۶ کليوالي ټولګي جوړ کړي دي.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال په دې ښوونځيو کې ۱۵۱۳۸ هلکان او نجونې زده کړې کوي.

د ساجد په وينا د دې ښوونځيو مالي ملاتړ یونيسف کوي؛ خو د ښوونځيو عملي چارې د ابرار موسسې، د اسيا ټولنې پرمختيايي موسسې، او سوېډن موسسې د لوري پر مخ وړل کېږي.

نوموړی وايي، چې دا ښوونځي په الينګار، اليشنګ، بادپښ او دولت شاه ولسواليو کې جوړ شوي دي.

دی په دې ولايت کې له يونيسف او نورو همکارو موسسو څخه د ۸۰۰ نورو ټولګيو د جوړولو غوښتنه کوي.

د دې کليوالي ټولګيو زده کوونکي خوښ دي، چې په خپلو سیمو کې ورته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

۱۰ کلنه فاطمه چې د لغمان مرکز اړوند دامان قرارګاه سیمه کې د جوړ شوي کليوالي ټولګي زده کوونکې ده وايي « زه خوشحاله یمه، چې په خپل کلي کې درس وايم. زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکټره شم.»   لغمان کې د یونیسف د همکارې موسسې، ابرار کوردیناتور احسان الله هميم له افغان پرې سره په خبرو کې وايي، چې په ټولګيو کې زده کړې د کدري استادانو له لوري ورکول کېږي. هغه زیاتوي، چې ددې ښوونځیو څخههدف د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د تعلیم د زمينې برابول دي.   دلغمان ولایت دپوهنې ریس د معلوماتو له مخې، اوسمهال په یاد ولایت کې د کليوالي ټولګيو تر څنګ، ۲۷۲ بابه ښوونځي فعال دي، چې د نجونو په ګډون پکې ۲۲۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب