کابل (کوه نور، ۲۹ مېزان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" ويلي، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۱.۵ میلیونه ماشومانو ته د زدهکړې بستې او درسي مواد وېشي.
یونیسف نن ورځ پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې دا درسي بستې به ۱۵ زره ښوونځیو ته واستول شي.
د یونیسف پر وینا، دا مرستې د نړۍوال بانک له مالي ملاتړ سره برابرې شوې دي.
د ښوونیزو بستو په منځ کې د مکتب بکس، پنسل، کتابچه او رنګ شمع شامل دي، چې ماشومانو ته وېشل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یونیسف تر دې مخکې هم ویلي و، چې په افغانستان کې لږ تر لږه څلور میلیونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
د یادونې وړ ده، چې یونیسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې هم ویلي، چې د افغانستان تعلیمي نظام د سقوط له ګواښ سره مخ دی.




