کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یونیسیف: افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله لا هم د زرګونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی

 د ماشومانو د ساتنې صندوق "یونیسیف" ویلي، د افغانستان ختیځ کې له ۲۰۰ او ۱۲ زرو ډېر ماشومان، چې له زلزلې ژوندي پاتې شوي، لا هم د وژونکو ناروغیو د پراخېدو له جدي خطر سره مخ دي. یونیسیف پر اېکس پاڼه لیکلي، د زلزلې له امله زیانمنو شویو سیمو کې د اوبو او حفظ‌الصحې اساسي زیربناوې سختې زیانمنې شوې، چې له امله یې د ی…

2025-10-16 22:42 179۲ دقیقې لوستل
یونیسیف: افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله لا هم د زرګونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی

 د ماشومانو د ساتنې صندوق "یونیسیف" ویلي، د افغانستان ختیځ کې له ۲۰۰ او ۱۲ زرو ډېر ماشومان، چې له زلزلې ژوندي پاتې شوي، لا هم د وژونکو ناروغیو د پراخېدو له جدي خطر سره مخ دي.

یونیسیف پر اېکس پاڼه لیکلي، د زلزلې له امله زیانمنو شویو سیمو کې د اوبو او حفظ‌الصحې اساسي زیربناوې سختې زیانمنې شوې، چې له امله یې د یادې سیمې ماشومان د بېلابېلو ناروغیو له امله له خطر سره مخ دي.

سرچینې وړاندې لیکلي، د یاد طبیعي افت له امله د اوبو نږدې ۱۳۲ سرچینې له منځه تللي، چې له امله یې ډېرې کورنۍ له پاکو اوبو او د لاس وینځلو له اسانتیاوو بې‌برخې شوې دي.

یونیسیف زیاته کړې، یاده پېښه کې د تشنابونو د ویجاړېدو له امله، له هرو پنځو ټولنو څخه څلور اوس پرانیستې فضا کې حاجت رفع کوي.

یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي راپور کې ویلي، ډېری ژوندي پاتې شوي کسان اساسي حفظ‌الصحې توکي لکه صابون هم نه لري.

راپور کې راغلي، دا شرایط د اوبیزې نس ناستې، چې په سیمه کې ډېره عامه شوې او د اوبو له لارې د نورو خپرېدونکو ناروغیو د پراخېدو لپاره خطرناک دي.

د ماشومانو د ساتنې صندوق زیاته کړې، روغتیایي مرکزونو همدا اوس د پوستکي ناروغیو، د اوبو له امله د بدن وچوالي او حادې اوبیزې نس ناستې د پېښو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

افغانستان کې د یونیسف استازي تاجودین اویوال ویلي، د هېواد ختیځ "کنړ" کې د زلزلې له امله ګڼ کورونه ویجاړ شوي، ډېر خلک مړه شوي او اوس د ناروغیو له امله د نورو تلفاتو ډېرېدو خطر هم شته.

اویوال زیاته کړې، هغه ماشومان، چې ژوندي پاتې شوي، اوس یا د غرونو تر څنګ کمپونو او یا هم ویجاړو شویو کلیو ته نږدې موقتي سرپناهونو کې ژوند کوي، چیرې چې حفظ‌الصحې، پاکې اوبه او د پاکوالي وسایل شتون نه لري.

هغه ویلي، ونیسیف تر ټولو سختو سیمو ته د اوبو رسولو موقتي ټانکرونه استوي، د اوبو رسونې سیسټمونه رغوي، موقتي تشنابونه نصبوي، د حفظ‌الصحې بستې وېشي او د ناروغیو د مخنیوي لپاره د پاکوالي عامه پوهاوی لوړوي.  

د تاجودین پر وینا، سره له دې هڅو بیا هم د اوبو او حفظ‌الصحې برخو کې مرسته کمه ده، ځکه د یونیسف له اړینو ۲۱.۶ میلیونه ډالرو یوازې نیمایي "۱۰.۸ میلیونه ډالر" راټول شوي دي.

 هغه له مرسته کوونکو غوښتي، چې بیړنۍ مرستې ډېرې کړي؛ تر څو د زلزله‌ځپلو لپاره د اوبو او حفظ‌الصحې خدمات پیاوړي شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب