ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ککړ هېواد دی او دغه هېواد کې د ماین چاودنو ډېری قربانیان ماشومان دي.
یونېسف دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې په غزني کې د ماین چاودنې په وروستۍ پېښه کې ۹ ماشومان وژل شوي.
یونېسف دغه راز د ماین پاکولو د هڅو، د ماین د ګواښونو د زده کړې او له قربانیانو سره د مرستې، همکارۍ او ملاتړ ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د څو کلنو جګړو له امله اوس هم په یو شمېر سیمو کې ماینونه او ناچاوده توکي شتون لري چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرياله: حبیبه صها




