کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یونېسف: د بندیزونو له کبله له زده‌کړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسید

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق یونېسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، سږني تعلیمي کال کې د افغان سرپرست حکومت د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي. د دغه سازمان اجراییه رییسې کاټرین راسل اندېښنه ښودلې چې د دغو بندیزونو له کبله له زده کړو د محرومو…

2025-03-21 21:36 107۲ دقیقې لوستل
یونېسف: د بندیزونو له کبله له زده‌کړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسید

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق یونېسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، سږني تعلیمي کال کې د افغان سرپرست حکومت د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.

د دغه سازمان اجراییه رییسې کاټرین راسل اندېښنه ښودلې چې د دغو بندیزونو له کبله له زده کړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسید.

 نوموړي وایي: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شي.»
د یونېسف دغه مشرې اندېښنه څرګنده کړې چې دا حالت د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېزې لري.

کاټرین ویلي، په اوږد مهال کې به د زده کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سېسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم لا نور له ستر ګواښ سره مخ شي.

ورته مهال یاد سازمان د نجونو د زده کړو مخنېوي سره تړلې یوه بله اندېښنه دا ښودلې چې د ښځینه کارکوونکو د کمښت سبب ګرځي او همدا راز د لازمو روغتیایي اسانتیاوو څخه یې نورې هم بې برخې کوي.

د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي، او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب