یونېسف: سږکال مو څه باندې ۴۷۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړي خواړه برابر کړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې سږ کال یې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه څه باندې ۴۷۵ زره ماشومانو ته روغتيايي خواړه برابر کړي دي. یاد صندق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا خواړه «د پروټین، غوړ، ویټامینونو او منرالونو باندې بډایه دي، د خوړو لپاره چمتو شوي درملو په توګه د شدیدې خ…
2024-12-30 02:12 98۱ دقیقې لوستل
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې سږ کال یې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه څه باندې ۴۷۵ زره ماشومانو ته روغتيايي خواړه برابر کړي دي.
یاد صندق پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دا خواړه «د پروټین، غوړ، ویټامینونو او منرالونو باندې بډایه دي، د خوړو لپاره چمتو شوي درملو په توګه د شدیدې خوارځواکۍ سره مبارزه کې یو پیاوړی حل دی.»
د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.