کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یوه پېړۍ بې روغتونه ژوند؛ واخان کې پامیریانو ته لومړنی معياري روغتيايي مرکز جوړ شو

د عامې روغتيا وزارت وايي، د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ پاميري هېوادوالو ته د څلوېښت ميلیونه افغانيو په لګښت لومړنی روغتيايي مرکز جوړ شو. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا تېره تېره يوي پېړۍ کې د پامير قوم لپاره لومړنی معياري جوړ شوی روغتيايي مرکز دی. د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، محمد اسحق صاح…

2023-10-08 23:49 144۱ دقیقې لوستل
یوه پېړۍ بې روغتونه ژوند؛ واخان کې پامیریانو ته لومړنی معياري روغتيايي مرکز جوړ شو

د عامې روغتيا وزارت وايي، د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ پاميري هېوادوالو ته د څلوېښت ميلیونه افغانيو په لګښت لومړنی روغتيايي مرکز جوړ شو.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا تېره تېره يوي پېړۍ کې د پامير قوم لپاره لومړنی معياري جوړ شوی روغتيايي مرکز دی.

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، محمد اسحق صاحبزاده د ياد روغتيايي مرکز د پرانیستې پر مهال ويلي: «اسلامي امارت د هېواد ټولو وګړو ته د خپلو حقوقو ورکولو او روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ژمنتيا لري، زمونږ هڅه همدا ده چې د هېواد تر هر وګړي معياري روغتيايي خدمتونه و رسېږي.»

نوموړي همداراز وویل، د عامې روغتيا وزارت نه يواځې په واخان؛ بلکې د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې همدې ته ورته عملي کړنو ته ژمنتیا لري

صاحبزاده زیاته کړې، په نږدې وخت کې به په همدې روغتیايي مرکز کې د جراحي متخصص او ځينې نورو روغتيايي کار کوونکو ګمارنه هم تر سره شي؛ تر څو وکولای شي همدلته زمونږ د پامير مېشت هېوادوالو ستونزې حل کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب