د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی، چې د ختیځ افغانستان د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره له نهو نورو ادارو سره په ګډه د «دوامدارو حللارو ګډه پروژه» پلي کوي.
یاد پروګرام د یکشنبې په ورځ، د جدې ۲۸مه، په خپل راپور کې ویلي، چې ډېری هغه کسان چې هېواد ته راستانه کېږي، له ډېرې لږې شتمنۍ او یا سپما سره راځي او نه د اوسېدو ځای لري او نه هم د خپلې او د خپلې کورنۍ د معیشت د برابرولو لپاره د کار زمینه.
په راپور کې راغلي، د ختیځ افغانستان په کچه دې ستونزې ته د رسېدنې لپاره، ملګري ملتونه د افغانستان له ځانګړي صندوق (STFA) څخه د مالي ملاتړ په وسیله د دوامدارو حللارو ګډه پروژه پلي کوي، څو په دې سیمه کې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پر وینا، د دوامدارو حللارو ګډه پروژه هغه تګلاره ده، چې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې په ګډه کار کوي؛ ترڅو د بېځایه شویو کسانو لپاره دايمي او اوږدمهاله حللارې ومومي؛ تر څو هغوی وکولای شي له بېوزلۍ او د بېځایهتوب له تبعیض پرته عادي ژوند ولري.
یاد بنسټ زیاتوي، دا ګډه پروژه چې د UNDP تر مشرۍ لاندې عملي کېږي، د ملګرو ملتونو نهه ادارې ILO، IOM، FAO، UNDP، UNFPA، UNHCR، UNMAS، UN Women او UN-Habitat پکې شاملې دي دغه ادارې د ټولنې پر بنسټ د پراختیايي تګلارې له لارې د بنسټیزو خدمتونو او د بازار سیستمونو پیاوړتیا، د پیاوړو او ټولشموله معیشتونو رامنځته کول او د ښځو د پیاوړتیا او مشرتابه ملاتړ ته پاملرنه کوي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې په ټولو فعالیتونو کې دا پروژه پر ښځو او نجونو د پیاوړتیا ځانګړی ټینګار لري؛ هغه کسان چې په خپل ورځني ژوند کې له سترو خنډونو او پراخو تبعیضونو سره مخ دي.




