د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ولايت کې د دوه کورنیو ترمنځ د یوې اوږدې دښمنۍ د پای ته رسولو خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال د تلې په ١٦مه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او ويې ويل، چې د دواړو لورو په بلنه دښمنۍ پای ته ورسیده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د جرګې مشرانو ته ۱۲ میلیونه افغانۍ د شرط او ضمانت په توګه ورکړل شوي او تضمین یې کړی، چې دواړه لوري به په کې ښکېل نه وي او له نن څخه به همکاري او دوستي کوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ياد تفاهم ليک او د جرګې د مشرانو له لوري د چمتو شوي سند له لاسليکولو وروسته دواړو لورو يو بل ته غېږ کېښود او خپلې قومي دښمنۍ ته يې د ختمېدو ژمنه ورکړه.




