کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

۲۸ ولایتونو کې د واورې، باد، باران او سیلابونو راوتو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژنې ریاست، د غویي تر ۹مې نیټې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، تېزو بارانونو، تالنده بریښنا، نسبتاً تېزو بادونه او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.  یاد ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د غویي تر ۹ نیټې پورې به په بدخشان، تخار، کندوز،بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان…

2024-04-27 03:36 149۱ دقیقې لوستل
۲۸ ولایتونو کې د واورې، باد، باران او سیلابونو راوتو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژنې ریاست، د غویي تر ۹مې نیټې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، تېزو بارانونو، تالنده بریښنا، نسبتاً تېزو بادونه او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. 

یاد ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د غویي تر ۹ نیټې پورې به په بدخشان، تخار، کندوز،بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکنډي، بامیان، سرپل، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې د واورې او تیزو بادونو او بارانونو اټکل شوی دی.

سرچینې د باران ورېدو کچه په بیلابیلو سیمو کې له ۱۵ تر ۵۰ سانتې متره پورې ټاکل کړې ده.
ورته مهال یاد ریاست په شمال، شمال لوېدیځو، سوېلي، سوېل لوېدیځو او مرکزي ولایتونو او سالنګونو کې د تېزو بادونو اټکل هم کړی چې د سرعت کچه یې په بیلابیلو سیمو کې له ۲۰ څخه تر ۸۰ کیلو متره په ساعت ټاکل شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب