سټولټنبرګ: له اوکراین سره مرستې انتخاب نه؛ بلکې اړتیا ده

September 10, 23 KohiNoor

له اوکراین سره  د لویدیځ د مرستو پر دوام د ناټو سازمان عمومي سرمنشي  ینس سټولټنبرګ ویلي چې له اوکراین سره دې مرستې زیاتې شي.نوموړي د پنج شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین په یرغلیزو بریدونو کې باید د پام وړ مرسته وشي.


هغه ویلي، له اوکراین سره مرستې انتخاب نه؛ بلکې ضرورت دی، ترڅو وشي کولای خپل هېواد له یرغل خلاص کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تېره ورځ له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو تازه مرستې اعلان هم کړی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین اوکراین ته په خپل سفر کې ویلي چې د روسیي پوځیانو خلاف د اوکراین په تهاجمي حملو کې د پام وړ بدلون راغلی او دا چاره د هڅوونې وړ ده.


د یادونې وړ ده چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې د سپټمبر میاشت به د روسیې خلاف د دوی  بریا میاشت وي.
د زیلنسکي په خبره، اوکرایني پوځیانو اوس مهال په زاپوروژیوا کې اوه کلیو متره پرمختګ کړی او یو شمېر یرغمل شوې سیمې یې بېرته له روسانو نیولې دي.