افغان کرکټ بورډ د زيمبابوې پر وړاندې یوازینۍ ټسټ او ۲۰ اوريزې لوبلړۍ ته لوبډلې اعلان کړې
کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴۰): د افغانستان کرکټ بورد غواروي کمېټې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکې یواځینۍ ټیسټ او درې ۲۰ اوریزو لوبلړیو لپاره خپل نوملړونه اعلان کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دا یواځینۍ ټیسټ او درې ۲۰ اوریزې سیالۍ به په روانې اکټوبر میاشت کې پیل او د راتلونکې نومبر میاشتې تر درېیمې نېټې به دوام وکړي، چې د هراري په سپورټ کلب لوبغالي کې به ترسره شي.
کرکټ بورډ وړاندې لیکلي، افغان کیڼ لاسی تېز توپ اچونکی، بشیر احمد، چې د هېواد لپاره په تېرو یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې ولوبېد او د زمبابوې تېر سفر کې هم د لوبډلې برخه و، په دې لوبو کې هم شتون لري.
بورډ زیاته کړې، چې بل ښي لاسی تېز توپ اچوونکی ضیاء الرحمن شریفي، د ورو توپ اچونې بل کیڼ لاسی الراونډر شرف الدین اشرف او ښي لاسی لیګ سپینر خلیل ګربز هم د زمبابوې پر وړاندې په راتلونکو لوبو کې د لوبډلې برخې دي.
سرچینې همداراز ویلي، د ورو توپ اچونې کیڼ لاسی توپ اچونکی شاهد کمال د زمبابوې پر وړاندې دواړو لوبو ټیسټ او ۲۰ اوریزو سیالیو کې اخېستل شوی دی.
همدارنګه د ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان ته بیا په راتلونکې ټیسټ لوبه کې د ښه روغتیا ساتنې په موخه د طبي مسوولانو لخوا د استراحت سپارښتنه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چټک توپاچوونکی ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل او شمسالرحمن بیا د ټېسټ سیالۍ لپاره د احتیاطي لوبغاړو نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورد لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ لپاره د منځنۍ برخې "میډل ارډر" توپوهونکی اعجاز احمدزی، چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې یې د افغانستان لپاره د شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړې وه، بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی.
کرکټ بورډ د راتلونکې ټیسټ لوبې لپاره په نوملړ کې حشمتالله شهیدي "لوبډلمشر"، رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، افسر خان ځاځۍ "وېکټ ساتونکی"، اکرام عليخېل "وېکټ ساتونکی"، بهیر شاه، شاهدالله کمال، عصمت عالم، شرفالدین اشرف، ضیاالرحمن اکبر، یمین احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، خلیل ګربز، او بشیر احمد اچولي دي.
همدارنګه په ټیسټ لوبه کې ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل او شمسالرحمن د احتیاطي لوبغاړو په صفت اخېستل شوي دي.
همداراز له زمبابوې سره د راتلونکو درې ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره راشد خان "لوبډلمشر"، ابراهیم ځدراڼ، رحمانالله ګربز "وېکټ ساتونکی"، صدیقالله اتل، دروېش رسولی، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، شرفالدین اشرف، نور احمد، مجیبالرحمن، بشیر احمد، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی اخیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ۲۰ اوریزو لوبو کې الله محمد غضنفر او فریدون داوودزی د احتیاطي لوبغاړو په صفت اخیستل شوي دي.





