اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي

October 21, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۲۹ مېزان ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان "WHO" د اروپايي ټولنې د بشر دوستانه مرستو له کڅوړې یو میلیون یورو اضافي مرسته ترلاسه کړې، چې له دې سره د ۲۰۲۵ د مې راهیسې افغانستان کې د EU د روغتیايي مرستو مجموعي اندازه اوه میلیون یورو ته رسېږي.

ډبلیو ایچ او پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاده اضافي مرسته به WHO سره مرسته وکړي؛ ترڅو د بېړنیو روغتیايي خدماتو ساحه پراخه کړي، په ځانګړي ډول هغو کم‌خدمت لرونکو ټولنو او راستنېدونکو ته، چې د ژوند ژغورونکو خدماتو ته اړتیا لري.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ۲۰۲۵ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له مخې، شاوخوا ۱۴.۳ میلیونه خلک اړینو روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی لري، چې لاملونه یې کمې بودیجې، د روغتیايي مرکزونو بندېدل او د ښځینه روغتیاپالانو کمښت یاد شوی دی.

یاد سازمان وړاندې لیکلي، افغانستان د طبیعي افتونو، بې‌ځایه کېدو او ناروغیو د خپرېدو په ګډون له پېچلو بشري ستونزو سره مخ دی او د مورني روغتیا، عاجلو خدماتو او د ناروغیو مخنیوی تر ټولو عاجلې اړتیاوې ګڼل کېږي.

د ډبلیو ایچ او لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، د اروپایي ټولنې "EU" ملاتړ به WHO ته دا زمینه برابره کړي، چې د ساري ناروغیو څارنه د څارنې د ملاتړ ټیمونو "SSTs" په استولو سره پیاوړې کړي، د طبي تجهیزاتو رسونه ښه کړي او د راستنېدونکو لپاره د مرستو همغږي لا غښتلې کړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان "WHO" استازي ډاکټر اېډوین سېنیزا سالوادور ویلي، چې د اروپایي ټولنې یاد شمېر اضافي مرسته دا تضمینوي، چې هېڅوک ور څخه بې برخې پاتې نشي، حتی په هغو سیمو کې، چې ډېرې لرې پرتې یا د کړکېچ ښکار دي.

سالولدور ویلي، دا مرسته دا اصل لا پیاوړی کوي، چې روغتیا ته لاسرسی یو حق دی، نه یو امتیاز.

د هغه پر وینا، د اروپايي ټولنې د تمویل شوي اصلي پروژې له لارې یو پراخ روغتیايي خدماتي بنډل تمویلیږي، چې پکې ۴۱ لومړني روغتیايي مرکزونه، څلور د زېږون روغتونونه او دوه د بیړنيو ټپونو د درملنې مرکزونه د تورخم او سپین بولدک په پولو کې شامل دي. 

نوموړي زیاته کړې، دا پروژه همداراز د رواني روغتیا او رواني-اجتماعي ملاتړ خدمات وړاندې کوي، د رواني ناروغیو لپاره څلور بیړنۍ څانګې لري، د سختې خوارځواکۍ درملنه په ۱۹ بستریزو مرکزونو کې ترسره کوي او د ۲۶ قابلګانو لپاره د روزنې زمینه برابروي؛ ترڅو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کموالی، په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې، جبران شي.