هند له افغانستان سره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د واکسینو مرسته کړې
د عامې روغتيا وزير ويلي، هند له افغانستان سره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو ناروغيو د واکسینو مرسته کړې ده.
نور جلال جلالي دغه راز ويلي، هند ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې به د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه روغتون او دغه راز د تلسیمیا ناروغي ځانګړی مرکز هم جوړ کړي.
نوموړي دغه راز ويلي، هند افغانستان ته د درې ميليونه ډالرو په ارزښت د سرطاني نارغیو د تشخيص ماشینونه او د يو ميليون ډالرو په ارزښت د سرطان ناروغيو واکسین هم ورکړي دي.
هغه دغه راز ويلي، هند ژمنه کړې چې افغانستان ته به د درملونو صادرات هم پيل کړي.
نوموړي دغه څرګندونې هند ته له سفر وروسته کابل کې کړي دي.





