جلفار فارما یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

August 03, 26 KohiNoor

د متحده عربي اماراتو د درمل جوړونې شرکت جلفار فارما (PJSC) افغانستان کې له رووفي د درملو له شرکت سره د ۸۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ او درملو د وېش تړون لاسلیک کړی دی.

د تړون له مخې، دواړه شرکتونه به د افغانستان اسلامي امارت او نافذه ملي او نړۍوالو قوانینو په پام‌ کې نیولو سره په کور دننه درمل او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

جلفار فارما چې په ۲۰۰۳ کال کې یې افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي وو او په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل فعالیت درولی و، اوس به د درملو له یاد کورني شرکت سره د نوي تړون له مخې یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

دا تړون په داسې حال کې شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه - ورکړه تړل شوې او هېواد د باکیفیته درملو له اړتیا سره مخ دی.