خواجه‌يف: له افغانستان سره مو سوداګري ۱.۶ ميليارده ډالرو ته رسېدلې

July 26, 26 Hamdullah Danish

 د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال جمشېد خواجه‌يف نن کابل کې د رياست الوزرا له اقتصادي مرستيال سره په ليدنه کې ويلي، چې له افغانستان سره يې سوداګري ۱.۶ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده‌.

د حکومت مرستيال وياند پر اېکس ليکلي، چې د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال د يوه پلاوي په مشري، چې پکې چاروکي او سوداګر شامل دي، کابل ته راغلی او د رياست الوزرا له اقتصادي مرستيال سره يې ليدلي دي.

هغه همداراز په دغه ليدنه کې ويلي، چې حيرتان کې د ۵۰ ميليونه ډالر په ارزښت د زينک ډبرو د پروسس کارخونه جوړه کړي، افغانستان کې به د ازبک سوداګرو ستونزې حل کړي او دغه راز به د روانو پروژو چارې چټکې کړي.

نوموړي همداراز يو ځل بيا افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له دغه هېواد یې ازبکستان ته د غوښې او پنبې پر صادراتو ټينګار کړی دی.

هغه ويلي، افغانستان ته راغلی ازبک پلاوی په بانکي چارو، اقتصادی همکاریو، کرنې او سوداګرۍ په برخه کې همکاريو ته چمتو دی.

هممهاله بيا اقتصادي مرستيال ويلي، چې دواړه هېوادونه دې له شته فرصتونو ګټه واخلي او شوي پلانونه دې په ښه ډول تطبيق کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګري، اقتصادي اړيکو، ترانزيت، ماليې، افغانانو ته د ويزو د ورکړې، له روسیې څخه افغانستان ته د توکو د لېږد په برخه کې د شته خنډونو لرې کول، د ګمرکونو پراختيا، منځني اسيا او د چين بازارونو ته د افغانستان د توکو رسولو کې د ازبکستان همکاري مهمه وبلله.