کندز کې د نږدې ۵۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د دقېر اچونې چارې جريان لري

May 03, 26 Farmanullah zubairzai

 د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې ۴۹۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندز ـ دشت ارچي ولسوالي د سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې روانې دي.

ياد وزارت وياند محمد اشرف حق شناس ويلي، چې دغه سړک ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا رغول کېږي.

د حق شناس په وينا، د ياد سړک په اوږدو کې د ۵۷ پایې پلګوټو او د ۳۰۰ متره استنادي دېوال د جوړول هم شامل دي او د ۱۸ میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی زیاتوي،‏ د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د مسافرینو د تګ - راتګ او د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې ګڼ شمېر اسانتیاوي رامنځته شي.