اسټرالیا د هرمز تنګي د بندېدو له امله ۱۰ ملياردو ډالرو په ارزښت د سون توکو زيرمې جوړوي

May 06, 26 Farmanullah zubairzai

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ويلي، چې د هرمز تنګي بندېدو له امله د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د سون توکو د امنيت لپاره پانګونه کوي، چې ورسره به د انرژي د بې ثباتي پر وړاندې د دغه هېواد خپلواکي خوندي وي.

البانیز زياتوي، چې دا نوښت به د اسټرالیا د حکومت تر ملکیت لاندې د شاوخوا یو میلیارد لیټرو سون توکو زېرمې رامنځته کړي، چې هېواد يې لږ تر لږه د ۵۰ ورځو لپاره د اړتیا وړ سون توکي په خپلو زیرمو کې ولري.

  دده په وينا، ددې لارې غواړي، چې دنړیوالو انرژۍ بازارونو له نوسان او د نړیوالو سمندري لارو له نازک وضعیت څخه د کورني اقتصاد ساتنه وکړي.

استراليا دا پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې دغه هېواد د انرژۍ پر زیربناوو فشارونه زیات شوي اوسمهال استراليا د خپل سون توکو د اړتیا شاوخوا ۸۰ سلنه له وارداتو څخه ترلاسه کوي. 

البانیز د خبریالانو ته ويلي، چې دا ستراتیژیکه زېرمه د اوسني بحران او راتلونکو احتمالي خطرونو پر مهال د ملي ګټو د ساتنې لپاره ضروري ګام دی. 

نوموړي همداراز ويلي، چې دا پلان د بېړنیو حالاتو پر مهال د مهمو سکتورونو لپاره د سون توکو د شتون تضمین ته لومړیتوب ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې هرمز تنګي د روانې محاصرې له امله په ټوله نړۍ کې د تیلو او ګازو په وېش کې خنډونه رامنځته شوي، چې په استرالیا کې هم د سون توکو سیمه‌ییز کمښتونه لیدل شوي دي.