د مس عینک پروژه کې د ځنډ اندېښنې؛ کانونو وزارت له شرکتونو د عملي اقدام غوښتنه کړې

May 06, 26 KohiNoor

خبريال: حسين الله محمدخېل

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر پاڼه کې راغلی، چی د کانونو او پټړولیم وزارت وزیر د چین له سفیر، د MCCT او MJAM شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د مس عینک پروژې د ژمنو نه په تړاو اندېښنه څرګنده کړه ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې له شرکتونو غوښتل شوي، چې د تړون له شرایطو سره سم عملي ګامونه واخلي او د پروژې چارې پر ټاکلي وخت مخته یوسي.

بل لور ته، د دغو شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړی چې د مس عینک پروژې کارونه په ښه ډول روان دي.