امریکا د ایران د نفتو د راکړې ورکړې په اړه نوې عمومي جواز صادر کړی

July 08, 26 Farmanullah zubairzai

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر اعلان کړی، چې هغه پخوانی عمومي جواز، چې د جون په ۲۱مه د ایران د نفتو او پتروشیمیاوي محصولاتو د پلور لپاره صادر شوی و، لغوه کړی او پر ځای یې نوی عمومي جواز (X1) صادر کړی دی.

 په نوي جواز کې راغلي ،چې امريکا به د ۱۰ ورځو په موده کې ټولې هغه معاملې پای ته ورسوي چې مخکې یې د ایران د خامو نفتو، پتروشیمیاوي محصولاتو او د ایران د اصله نفتي محصولاتو سپارل او پلور مجاز بلل.

په نوي جواز کې همدارنګه ټینګار شوی، چې متحده ایالات به له نن، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۷مې نېټې څخه، د ایران د اصله خامو نفتو، پتروشیمیاوي محصولاتو او نورو نفتي محصولاتو هېڅ نوې معامله، د پېرود او بارولو په ګډون، مجازه ونه ګڼي.