په تېر یو کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو نږدې ۱۳ زره الوتنې ترسره شوې

August 02, 26 Farmanullah zubairzai

 د حکومت ویاند وايي، په تېر یو کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره او ۸۳۲ الوتنې ترسره شوې او د هوايي ترانسپورټ له لارې له یو میلیون او ۵۷۰ زرو څخه ډېر مسافر لېږدول شوي دي.
مجاهد په کابل کې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» تر نامه لاندې کنفرانس کې ویلي، چې په همدې موده کې د هیواد څخه  ځمکني ترانسپورټ له لارې له ۴۶.۵ میلیون ټنو څخه ډېر توکي هم لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، د ترانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې ۲۱ پروژې بشپړې شوې او د ۶۰ نویو پروژو چارې هم پیل شوې دي.