ټانکر ټریکرز: د ايران د خامو نفتو لېږدونکي يو کېښتۍ د امريکا له محاصرې څخه تېره شوې

May 03, 26 Farmanullah zubairzai

 د نفتو د څار نړیوال شرکت ټانکر ټریکرز ويلي، چې د ایران د خامو تېلو د استخراج ملي شرکت یوه کښتۍ چې د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱.۹ میلیونه بېرله خام تېل لېږدوي، د امریکا له سمندري محاصرې تېره شوې ده.

ياد شرکت زياتوي، د ايران د غه کېښتۍ «د امریکا سمندري ځواک» له څارنې څخه تښتېدلی، سوېل ختیځې اسیا ته رسېدلی، او اوس د «لومبوک تنګي» له لارې د «ریاو ټاپوګانو» پر لور روانه ده.

دغه کښتۍ د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۰مې نېټې راهیسې خپل «AIS» (د اتومات پېژندنې سیستم) بند کړی، هغه مهال چې د «ملکه تنګي» څخه د ایران پر لور روانه وه، او وروستی ځل له د «سریلانکا» سواحلو ته نږدې لیدل شوې وه.

هاخوا بیا امریکا ویلي، د سمندري محاصرې له پیل راهیسې یې نږدې پنځوس کښتۍ له اصلي مسیرونو خپلو بندرونو ته ګرځولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران پر بندرونو د امریکا محاصره جریان لري او ټرمپ دغه لړۍ دوامداره بللې ده.