غزني کې څه دپاسه ۷ سوه ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د رغونې چارې پيل شوې

April 29, 26 Farmanullah zubairzai

 د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۷۵۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې پيل شوې دي.

د دغه وزارت وياند محمد اشرف حق شناس ويلي، دغه سړک چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چ د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د یاد ولایت تر جغتو ولسوالۍ پورې رسېږي، چې قرارداد یې له يو خصوصي سکتور سره شوی دی.
حق شناس زياتوي، د ياد سړک دکار په جریان کې به  د سيمې يو شمير ځوانانو ته کار زمینه برابره او  د دوو کالو په موده کې په کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي‌.

بايد وويل شي، چې د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترانسپورتي او ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه ګڼ شمېر رغنیزو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی.