حق شناس: تېره يوه مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندي ۸۷۳ زره مټريک ټنه انتقالات شوي

April 30, 26 KohiNoor

خبریال: حسین الله محمدخېل
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې
د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳ زره او ۹۸۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

حق شناس زياته کړې، چې د حيرتان بند له لاري ۵۷۷ زره او ۹۸۹ ټنه، د اقينې بندر له لارې ۸۲ زره او ۹۵۲ ټنه،‏ د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱ زره او ۱۹۲ ټنه او د خواف – هرات پټلۍ له لارې ۱۱۱ زره او ۸۴۸ ټنه انتقالات شوي، چې پکې ۸۷۳ زره او ۹۸۱ ټنه نفتي، غیر نفتي مواد، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، چی د انتقالاتو له ډلي څخه يوه برخه صادرات دی چی ۹ زره او ۲۷۵ ټنه کيږی چی لويه برخه کی یی وچه ميوه او ډ انارو جوس دی