امريکا: ايران ته په ماليه ورکوونکو د کښتيو په شرکتونو بندیزونه لګوو

May 02, 26 Farmanullah zubairzai

د امریکا د خزانې وزارت ويلي، چې هغه باروړونکي (کښتۍ چلونکي) شرکتونه به له بندیزونو سره مخ شي، چې ایران ته د هرمز تنګي له لارې د خوندي تېرېدو لپاره پیسې ورکوي.

ياد وزارت زياته کړې، د ايران له لوري له هرمز تنګي څخه د تېرېدو په بدل کې د ماليې سیستم بندوي.

همدې‌حال کې، د امريکا بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر ويلي، چې ايران ته تېرېدو لپاره ورکړل کېدونکې پیسې که نغدې وي، ډیجیټلي شتمنۍ وي، یا د توکو په بدل کې ورکړې، دغه شرکتونه به له جزا سره مخ شي، حتی که دا پیسې د بریدونو د مخنیوي لپاره هم ورکړل شوې وي.

 دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې سمندري کړکېچونه زیات شوي او د امریکا او سرائیلو له لوري پر ایران د برید وروسته تهران د تنګي تګ راتګ محدود کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې امریکا د اپرېل له ۱۳مې راهیسې د هرمز تنګي محاصره پلې کړې، چې له امله یې لسګونه سوداګریزې کښتۍ اړ شوې چې بېرته وګرځي.