ډبلیو ایف پي: افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک پړاو ته رسیدلې
د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي، چې په افغانستان کې پنځه میلیونه میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
یاد پروګرام زیاته کړې، چې سېلابونو، زلزلو، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې د ترنګلتیاوو له امله د سون توکو لوړو بیو بشري وضعیت لاپسې ګډود کړی دی.
دغه پروګرام همداراز د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د بشري مرستو د رسولو په موخه د ۳۵۰ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
تردې وړاندې یونېسف ویلي وو، چې په راون زیږدیز کال به له یو میلیون څخه د ډېرو خوارځواکو ماشومانو درملنه وکړي.





