روغتيا وزارت: کندز ولايت لپاره مو له MAGNA مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
خبريال: حسین الله محمد خېل
د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي،، چې د کندز لپاره يې د څه باندې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت MAGNA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړی، چې د یاد ولایت ټول اوسېدونکي به له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او يو زر او ۷۵۷ کسانو ته به د روغتيا په برخه کې د کار زمینه هم برابره شي.
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه شوی دی.
بل لور، د MAGNA مؤسسې استازو ويلي، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلی کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.





