د عامې روغتيا وزير د روسيې له سفير سره په روغتايي برخه کې پر ګډو همکاريو خبرې کړي

April 22, 26 KohiNoor

خبریال: حسین الله محمدخېل

 روغتیا وزارت پر خپل اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي، په خپل کاري دفتر کې د روسیې له سفیر،  دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې لیدنې پر مهال د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا، د سرطان او زړه ناروغیو په برخه کې د افغان متخصصینو روزل او د ظرفیت لوړول، د تجربو شریکولو په موخه روسیې هېواد ته د افغان پلاوي د سفر زمینې برابرول، د لنډ مهال لپاره له روسیې څخه افغانستان ته په مناسب قیمت د باکیفیته درملو واردول او د درملو د تولید په برخه کې د روسیې هېواد د پانګوالو پانګونې په اړه خبرې ترسره شوې.

د سرچینې په وینا، د عامې روغتیا وزیر د روسیې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ پر دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان او روسیه ښې اړیکې لري او دا اړیکې د روغتیا په سیستم مستقیم مثبت اغېز کوي، او موږ غواړو چې د روغتیا په برخه کې ستاسو له تجربو څخه ګټه واخلو.
بل لور ته د روسیې سفیر وویل، روسیه له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او زیاته یې کړه چې د لابراتوارونو د کیفیت لوړولو او د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې موضوعات به له مرکز سره شریک کړي او هم به روسیې ته د افغان پلاوي د سفر اړوند هڅې وکړي.