اوچا : په افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د اوبو او حفظ‌الصحې مرستو ته اړتیا لري

February 02, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې په افغانستان کې  نږدې  ۱۵.۹ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو او حفظ‌الصحي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا پراېکسپاڼه لیکلي، چې د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۶۳.۳ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د کډوالو بېرته ستنېدنې، پرله‌پسې وچکالۍ، د کولرا په څېر ناروغیو خپرېدل، او همدارنګه طبیعي پېښې لکه سېلابونه او زلزلې، د خلکو پر اوبو او حفظ‌الصحې ته د لاسرسي منفي اغېز کړی دی.
اوچا زیاته کړې، چې د هېواد د عمومي ارزونو له مخې، تېر کال ۸۵ سلنه افغان کورنیو لږ تر لږه له یوه چاپېریالي ګواښ سره مخامخ شوي، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۶۷ سلنه وه.