عامې روغتيا وزير: هند سره په روغتايي برخه کې ګڼ هوکړه ليکونه لاسليک شول

December 23, 25 Hamdullah Danish

عامې روغیتا وزير د هند له سفر وروسته کابل کې يوه خبري کنفرانس ته ويلي، په دغه سفر کې يې له هند سره بېلابېل هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

نوموړي ويلي، د دغه سفر موخه د دوه اړخيزه روغتايي اړيکو پراخول، د درملو د کمښت مخنيوی، د دوديزې درملنې اسانتياوې، افغانستان ته د باکيفيته او ارزانه درملو واردول، د روغتايي کارکوونکو ظرفيت لوړول او د روزنیزو پروګرامونو جوړول دي.

هغه همداراز ويلي، له يادو هوکړو افغانستان کې د تلاسیمیا ځانګړی مرکز جوړول، د پنځه میلیونه ډالرو په‌ ارزښت د بېلابېلو واکسینونه واردول، د يو ميلیون ډالرو په ارزښت د سرطان د درملنې درمل او نور شامل وو.

ده زیاته کړې، هند افغانستان کې د روغیتا په برخه کې پانګونې ته هم لېوالتیا ښودلې، چې دا د غه سفر له مهمو لاسته راوړنو څخه ده.

نوموړي ويلي، هند سره د دغه هوکړه ليکونو عملي کول به د افغانستان روغتايي سیستم پياوړی او ناروغانو ته به اسانتياوې برابرې کړي‌.

هند ته د عامې روغتيا د وزیر سفر داسې مهال ترسره شو چې څه موده وړاندې اقتصادي مرسیتال له پاکستان سره د نورې سوداګري ترڅنګ د درملو په واردولو بندیز ولګاوه.