کونړ کې د نږدې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخستنې سپارل شوی
خبریال: فرمان الله زبیرزی
د کڼړ د عامي روغتیا ریاست پر فسبوک پاڼه لیکلي، د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ د بابړو سیمه کې د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمینشرۍ په مالي همکارۍ د۲۸.۶ میلیونو افغانیو په لګښت دجنرل هسپټال په نوم روغتون جوړ او ګټه اخستنې ته سپارل شوی دی.
د د کنړ د عامې روغتیا ریاست زیاته کړې، د یاد روغتون له جوړېدو سره به د سیمې له ۶۰ زرو-۱۰۰ زره پورې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاس رسی پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د کنړ مرکز اسعداباد کې ۲۸۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارې پیل شوې.





