احمد الشرع لبنان ته د اسد د حکومت د ۲۰۰ تنو افسرانو لېست چې په جنګي جنايتونو تورن وو، سپارلی
رويټرز ويلي، د احمد الشرع په مشرۍ د سوریه موقت حکومت، لبنان پوځي استخباراتو ته د اسد رژیم ۲۰۰ پوځي افسرانو نوملړ سپارلی چې په جنګي جنایتونو تورن و.
لبنان حکومت بیا ددي ادعا په مقابل کې ویلي چې هیڅ وسلوال او بغاوت کوونکې ته اجازه ورنکړي چې ددوی له قلمرو څخه ناوړه استفاده وکړي.
څه باندې یو کال وړاندې HTS ائتلاف د ابو احمدالجولانې په مشرۍ ډسمبر په ۷مه د اسد رژیم سقوط او واک چارې په لاس کې واخیستې; په همدې حال کې پخواني نظام ګڼ شمېر افسران ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل چې په جنايي پېښو تورن یې اوس هم جولاني حکومت تر جدي څار لاندې دي.





