عراقچي: مونږ له لاريونوالو سره نه؛ د اسرا... تر حکم لاندي تر...ه،،ګ سره جګړه کړې

January 15, 26 Hamdullah Danish

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، هېواد يې لاريونوال هدف نه دي ګرځولي؛ بلکې د هغه کسانو پر وړاندې یې جګړه کړې چې د بهرنيو هېوادونو په خوله يې ايران کې ګډوډي رامنځته کوله.

هغه زياته کړې، ډېری کسان د لاريون په بهانه پر پوليسو ډزې وکړې او له دې لارې يې غوښتل چې امريکا هم په دغه لاريونونو کې ښکېل کړي.

عراقچي همداراز ويلي، هېواد يې داسې کوم پلان نلري، چې له مخې يې نيول شوي لاريونوال اعدام کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ نن وويل، خبر شوی چې ايران کې د لاريونوالو وژل او اعدام کم شوی دی.