د ژغورنې نړیواله کمېټه: په افغانستان کې ١٧ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

January 15, 26 KohiNoor

 ای آر سي یا د ژغورنې نړیواله کمېټه په خپل تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې ١٧ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. 

د دې کمېټې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د لوږې بحران مخ په ډېریدو دی؛ نو له همدې کبله یې په بامیان، کنړ او هرات ولایتونو کې خپلې خوراکي مرستې ډيرې کړي دي.
 
يادې کمېټې دغه راز خبر داری ورکړی، چې په راون ٢٠٢٦ کال کې به ۱.۲ میلیونه امیندواره میرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وي. 

د یادونې وړ ده، چې دغه کمېټه له ١٩٨٨ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي .