واشنګټن له اروپا د ایران دننه اهدافو نښه کولو په اړه استخباراتي معلومات غوښتي

January 14, 26 KohiNoor

اروپایي چارواکو خبر ورکړی، چې متحده ایالاتو د اروپایي ټولنې له ځینو هېوادونو غوښتي، چې د ایران دننه د احتمالي اهدافو په اړه معلومات ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اروپایي چارواکو له قوله ویلي، دوی داسې نښې نه ویني چې کومه احتمالي حمله به بیا د ایران پر اتومي تاسیساتو ترسره شي.

واشنګټن پوسټ د یوې سرچینې له قوله لیکلي، امریکا غواړي، چې د لاریونونو پر مهال د ایران د امنیتي ادارو او سازمانونو مشران په نښه کړي.