عمران خان: عاصم منير په لوی لاس له افغانستان سره کړکېچ غواړي

January 16, 26 Hamdullah Danish

 د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان په يوه پيغام کې ليکلي، له کومې ورځې چې عاصم منير د پوځ مشر شوی، له هماغه وخت څخه هڅه کوي، چې له افغانستان اړيکې خرابې او پاکستان کې ترهګري ته‌ موقع برابره کړي.

هغه همداراز پر عاصم منير نيوکه کړې، چې په قصدي ډول په قبايلي سيمو کې جګړه پيدا کوي.

خان زياته کړې، منير په دې هڅه کې دی، چې شهرت ترلاسه کړي او د همدې لپاره يې ټولې کړنې د نړيوالو قوتونو د خوشحالولو په موخه روانې دي.

د هغه‌ خبره، په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان کې امینتي پېښې د ريکارډ په کچه ډېرې شوي دي.

خان زياتوي، د عاصم منير پاليسي د پاکستان لپاره تباه کوونکې ده او قربانیان یې ټول د پاکستان وګړي دي.

هغه ويلي، منير په دې کار سره غواړي، چې پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند کمزوری او د افغان حکومت ضد مخالفين خوښ وساتي.

د يادونې ده، چې عمران خان په تېر کې هم‌ ورته څرګندونې کړې دي.