امریکا د ٧٥ هېوادونه لپاره چې افغانستان او پاکستان هم پکې شامل دي؛ د کډوالۍ ویزې بندې کړې

January 15, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپل رسمي اېکس پاڼه اعلان کړی، چې د افغانستان او پاکستان په ګډون به د ۷۵ هېوادونو لپاره د کډوالۍ ویزو ورکولو بهیر ودرول شي.

د یاد وزارت په وینا، دا پرېکړه به د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۱مې نېټې وروسته عملي شي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، له دې پرېکړې به ټایلنډ، پاکستان، سویډن، برازیل، سومالیا، نایجریا او یو شمېر نور هېوادونه اغېزمن شي، خو تر اوسه د ټولو هېوادونو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا بندیز د غیر کډوالۍ ویزو، لکه سیاحتي او سوداګریزو ویزو، لپاره نه عملي کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تر دې وړاندې پر ایران، روسیې او یو شمېر افریقایي هېوادونو ورته بندیزونه لګولي وو.