امریکا په العديد‌ هډه‌ کې‌ خپلو لوړپوړو چارواکو ته امر کړی چې دغه هډه پریږدي

January 14, 26 KohiNoor

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

 د رویټرز د راپور پر اساس امریکا خپلو پوځيانو ته امر کړی، چې د چهارشنبې تر ماښامه د قطر العدید هوايي اډه پرېږدي.

 د راپورونو له مخې، امریکا دا ګام د سیمه‌ییز امنیتي وضعیت او دایران احتمالي بریدونه له امله کړی دی.

سرچینې وايي، العدید هوايي اډه، په منځني ختځ کې د امریکا د پوځ یوه مهمه ستراتیژیکه اډه بلل کېږي، چې شاوخوا ۱۰ زره سرتیري پکې ځای پر ځای دي.

بل خوا تهران سیمه‌ییزو هیوادونو ته، د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو څخه تر ترکیې پورې، خبر ورکړی چې که امریکایي ځواکونه پر ایران برید وکړي، د امریکا اډې به په دوي هیوادونو کې هدف وګرځي