دسټارلېنګ پرضد عملیات؛ ایراني ځواکونه ددې انترنټ د وسایلو دموندلو په موخه دخلکو کورونه لټوي

January 14, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

دايران په پلازمېنه تهران کې یوشمېر خلک وايي، چې امنیتي ځواکونه د سټارلېنګ انټرنټ د آنټنونو دموندلو په موخه د دوی کورونه پلټي. 

آسوشیټدپرس د راپور له مخې، که څه هم سپوږمکۍ، ټلوېزیوني دیشونه په ایران کې غیر قانوني کړنه بلل کېږي؛ خو اوس يې هم ګڼ شمېر خلک کاروي.

 په ایران کې یو شمېر مدني فعالانو ویلي، چې سټارلېنک انټرنټ ازمویل شوی اوپه بريالۍ توګه کار کوي.  

سټارلېنګ شرکت چې ایران ته دا مهال وړیا انټرنټي خدمات وړاندې کوي؛ په دې هکله څه ندي ویلي. 

داپداسې حال کې ده، چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې ایراني چارواکو په ایران کې دلاریونونو دنه پراخېدو په موخه انترنټ بند کړ.