شهباز شریف: مونږ د سولې په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتو
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره تيليفوني خبرو کې ټينګار کړی، چې پاکستان به د سولې او مذاکراتو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
شهباز پر اېکس ليکلي، چې تراوسه د پاکستان په کوربه توب د امريکا او ايران مذاکرات ښه پر مخ تللي دي.
هغه پزشکيان ته ډاډ ورکړی، چې ايران يې ورور هېواد دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
هممهاله بيا پزشکيان په يادو مذاکراتو کې د پاکستان رول ستایلی دی.
شهباز دغه راز د ايران رهبر ته سلامونه او درناوی هم استولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ايراني پلاوي اسلام اباد کې خپل شرایط پاکستان ته واورول، له امريکا سره يې له مخامخ خبرو انکار وکړ او له پاکستان یې امريکا ته د ايران د پيغام د رسولو غوښتنه وکړه؛ خو ټرمپ څو شیبې وروسته د امريکايي پلاوي پلان شوی سفر لغوه کړ او زیاته يې کړه چې يادو مذاکراتو ته دا اوږد سفر نه ارزي او په خبره يې چې امريکا برلاسې ده.





