امریکا پاکستان ته استازي لېږي؛ خو ایران له مخامخ خبرو انکار کړی

April 25, 26 Farmanullah zubairzai

رويټرز خبري اژانس ويلي، د امریکا مذاکره کوونکی پلاوی چې ټاکل شوې، نن ماښام  اسلام‌اباد ته سفر وکړي؛ خو ایران ویلي چې له امریکايي چارواکو سره به مخامخ ونه ګوري، بلکې خپل دریځ به د پاکستاني منځګړو له لارې ورسوي.

په راپور کې راغلي، چې تمه کېږي د امریکا استازی سټیف ویتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره خبرې وکړي، چې له وړاندې د پاکستان پلازمېنې ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ توتریخوالی لا هم دوام لري، چې ایران د هرمز تنګی تړلی او امریکا د ایران د تېلو صادرات بند کړي، چې له امله یې نړۍ کې انرژۍ بیې لوړې شوې دي.