ایران: د امریکا ۳ د GBU 57 توغندي او څه دپاسه ۹ زره وړې چاودېدونکې مرمۍ مو خنثی کړې

April 26, 26 Farmanullah zubairzai

د ایران د «انصار المهدی» قول اردو ويلي، چې په روانه جګړه کې په زنجان ولایت کې ۹۵۰۰ وړې چاودېدونکې مرمۍ (bomblets)، لسګونه ناچاودېدلي راکټونه، او د امریکا درې د GBU-57 Massive Ordnance Penetrator بنکر-ماتوونکي بمونه خنثی کړي دي.

راپور کې راغلي چې دغه بمونه د امریکا او اسرائیلو د جګړې څخه پاتې وو. 
بايد وويل شي، چې د GBU-57 Massive Ordnance Penetrator یو ډېر دروند او ځواکمن بم دی، چې د ژورو ځمکنیو هدفونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي، چې په ۲۰۲۵ کال کې امريکا  د ایران پر اټومي تاسیساتو کارولی و.