روسیه: تېره یوه اوونۍ کې د اوکراین په بریدونو کې له ۲۰ تنو ډېر وژل شوي او له ۱۷۰ ډېر ټپیان دي
ټاس خبري اژانس د یاد هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړې، چې تېره یوه اوونۍ پر یاد هېواد د اوکراین بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډن ۲۴ تنه وژل شوي او د اووه ماشومانو په ګډون ۱۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي، د یادو بریدونو ډېری قربانیان له بلګوردو، خېرسون، راپوروژیا او سمارا سیمو څخه وو.
همدې حال کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي میرو شینک ویلي، د بریدونو ډېری قربانیان د ډرون په واسطه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
هغه اوکراین تورن کړی چې د روسیې په خاوره کې بمونه ږدي او دغه چاره یې د بشر حقونو خلاف بللې ده.
د نوموړي په خبره، اوکراین په همدې موده کې پر روسیې ۳۳۰۰ توغندي توغولي دي.





